د لبنان ولسمشر جوزف عون له څه باندې دوه کلن موقت حکومت وروسته پرون (شنبه، د سلواغې ۲۰مه) د نواف سلام په مشري نوی حکومت اعلان کړ، چې ۲۴ وزیران لري.
د لبنان ولسمشرۍ ماڼۍ پرون اعلان کړی، چې د سرپرست حکومت استعفا یې منلې او د نواف سلام په مشري یې د ۲۴ وزیرانو نوې کابینه ټاکلې ده. دا له ۲۰۲۲ کال راهیسې د هېواد لومړی بشپړ حکومت دی.
اوسمهال به دا کابینه د راتلونکي حکومت د کړنو او لومړیتوبونو په تړاو طرحې او مسودې ترتیبوي او وروسته به بیا د بشپړ واک په موخه له پارلمان څخه د باور رایې ترلاسه کړي.
د لبنان نوي لومړي وزیر نواف سلام ویلي، چې حکومت به یې اقتصادي اصلاحات راولي، تر څو هېواد د بیارغونې امکاناتو ته لاسرسی ومومي او له وروستي جنګ وروسته د پانګوالو د جلب زمینه برابره شي.
نواف سلام، چې یو ډیپلوماټ او د عدالت نړیوالې محکمې (ای سي جې) پخوانی رییس و، ژمنه کړې، چې د لبنان قضایي سیسټم به اصلاح کوي او ثبات به راولي.
د لبنان له سیاسي ګوندونو سره له څه باندې درېیو اونیو سلا مشورو وروسته د دې هېواد نوی حکومت اعلان شو.