ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندوز کې د یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت د سپین زر ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې

کندوز ولايت کې د سپین‌زر امارتي شرکت په ۳۵ جریبه ځمکه کې د یو نیم میلیارده افغانیو په ارزښت د سوداګريز او ودانیز ښارګوتي د جوړولو چارې پیل شوې.

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د سپین‌زر امارتي شرکت مسولینو سربېره د ملکي او نظامي ادارو مسولینو، قومي مخورو، ملي پانګوالو، سوداګرو، علمای کرامو، ځوانانو او خبریالانو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د سپین‌زر امارتي شرکت سوداګریز رییس مولوي عبدالغفور شهیدزي د دغې سترې پروژې د ارزښت په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي وویل؛ دغه سوداګریز او ودانیز ښارګوټي کې ٨ شپږ پوړیزه مارکېټونه، له یو زر او ۵۰۰ څخه زیات دوکانونه، د تيلو يو پمپ، درې جوماتونه، سونا او نور اړين امکانات په پام کې نیول شوي دي.

همداراز د ياد ښارګوټي ترڅنګ به د کندوز ښار احمدولي څلورلارې څخه د چهاردرې مسیر تر درې‌لارې پورې سړک د ماسټر پلان مطابق درې سړکه د ۴۰ متره سور په لرولو سره په اساسي ډول ورغول شي.

د یاد ولایت د سوداګريزو خونې مرستیال سید جلال عثماني د دې سوداګریز ښارګوتي د چارو له پیل څخه د مننې ترڅنګ وویل، ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې په کندوز ولایت کې د سپین‌زر امارتي شرکت لخوا ستره ارزښتمنه پروژه پلي کېږی.

د کندوز ولایت مرستيال مولوي حبیب‌الرحمن صهیب وویل؛ لکه څنګه چې دغه سوداګریز ښارګوتی د ماستر پلان مطابق جوړېږي، او د اسلامي امارت مسولین په‌دې هڅه کې دي څو د ښاري ماسټر پلان پلي کېدو ته هم زمینه برابره کړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه؛ د ولایت رهبرۍ د پراختیايي چارو پلي کېدو په برخه کې نه‌یواځې د سپین‌زر امارتي شرکت بلکې د ټولو امارتي ادارو څخه په هراړخيزه توګه ملاتړ کوي.

د يادولو وړ ده، چې په کندوز ولايت کې د سپين‌زر امارتي شرکت لخوا د دغه سوداګریز او ودانیز ښارګوتي چارې په‌داسې حال کې پیلېږي، چې څه موده وړاندې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس د ابدان په دښته کې د صنعتي پارکونو لپاره ۱۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې وه.