سریزه
افغانستان په آسيا کې له منګولیا، نیپال، د لائوس جمهوریت، بوتان، قزاقستان، قرغيزستان، ترکمنستان، تاجيکستان او اوزبیکستان سره یوځای له لسو په وچه کې راګير هېوادونو څخه یو دی.
افغانستان په وچه کې د ایسار هېواد په توګه د سوداګرۍ او ترانزیټ له پاره لارو او سړکونو ته اړتیا لري، څو د دې لارو پر مټ وکولی شي، اوبو ته ځان ورسوي او خپله سوداګري پراخه کړي.
د هېواد ډېری صادراتي توکي وچې او تازه مېوې، غالۍ، د څارویو پوستکي او طبي بوټي دي، نو د دې له پاره اړینه ده چې سوداګریزې او ترانزیټي لارې ولري او خپل صادرات د نړۍ تر بازارونو پورې ورسوي.
د سوداګریزو او ترانزیټي لارو په موندلو او رغولو سره به د افغانستان حکومت وکولی شي چې نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته او ورسره به نړیوال پانګوال وهڅوي، ترڅو په بېلا بېلو په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.
له دې سره به افغانستان د اقتصاد یوه نوي پړاو ته ورننوځي.
دغه راز به له دې لارو څخه د افغانستان لاسي صنایع نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړي، چې له مخې به یې لاسي صنایع وده وکړي او په راتلونکي کې به دا د عواید یوه بله ستره سرچینه وګرځي.
دا ټول هغه څه دي چې کولی شي، هېواد د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوي او هم له اقتصادي پلوه افغانستان پر ځان بسیا کړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په دې لیکنه کې د افغانستان سوداګریزو او ترانزیټي لارو، په سوداګرۍ کې د ترانزیټي او سوداګریزو لارو اهمیت او په دې برخه کې د اسلامي امارت هڅو ته اشاره کړې ده.
د افغانستان سوداګریزې او ترانزیټي لارې
دا یو ښکاره حقیقت دی چې لارې او سړکونو د هېوادونو په اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي ژوند کې مهم رول لوبولی دی. په هر وخت او هرځای کې یې د خلکو اړتیاوې او ستونزې هوارې کړې دي.
سوداګریزو او ترانزیټي لارو د توکو او انسانانو د لیږد له پاره زمینه برابره کړې ده.
لکه څنګه چې د انسان په بدن کې د وینې رګونه مهم رول لري، همداسې په یوه هېواد کې سوداګریزې او ترایزیټي لارې اهمیت او ارزښت لري.
په افغانستان کې دننه سوداګریزې او ترانزیټي لویې لارې شته چې کولی شي افغانستان د اسیا په څلور لارې بدل کړي. له دې لارو څخه یوه هم د کابل- کندهار لویه لار ده.
د کابل–کندهار لويه لاره ۴۸۳ کيلومتره اوږدوالی لري چې د افغانستان دوه تر ټولو لوی ښارونه کابل او کندهار له يو بل سره نښلوي. دا لویه لار د افغانستان د ملي تجارتي سیسټم یوه مهمه برخه ده.
د کابل او کندهار تر منځ غځيدلې دا لویه لاره ټوله هواره ده او له غرونو څخه نه تیرېږي.
د افغانستان شاوخوا ٣۵ سلنه وګړي د کابل او کندهار تر منځ د دې لويې لارې په شاوخوا کې ژوند کوي.
بله د کندهار – هرات لویه لار ده.
دغه لویه لار چې اوږدوالی یې ۵۵۷ کیلومترو ته رسېږي، په افغانستان کې د کندهار او هرات ښارونه یو له بل سره نښلوي. دا لویه لار د سړک د یوې لویې شبکې برخه ده، چې “حلقوي سړک” نومېږي او په لومړي ځل په ۱۹۶۰ لسیزه کې جوړه شوې وه.
د کندهار-هرات لویه لاره دوې برخې لري چې لومړۍ برخه یې له کندهار څخه تر ګرشک او له هغه ځایه بیا تر هرات پورې رسېږي.
دغه راز د کابل – جلال اباد لویه لاره د افغانستان له لویو، اقتصادي او مهمو لارو څخه ده چې له مرکز کابل څخه پیلېږي، د کابل سروبي ، سروبي تنګي، لغمان تنګي او لغمان ولایت څخه په تیرېدو د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او په پای کې د تورخم بندر ته رسېږي.
دغه لویه لار شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
د سالنګ کوتل یا لویه لاره یوه غرنۍ لاره ده چې شمالي افغانستان له پلازمېنې کابل، سویلي افغانستان او پاکستان سره نښلوي.
سالنګ تونل دا مهال په سوېل کې چاریکار او کابل له مزارشریف او کندوز سره نښلوي.
دغه راز د هرات- غور سړک دی چې اوږدوالی یې ۳۸۰ کیلومترو ته رسېږي. د هرات – غور سړک د افغانستان له مهمو ملي پروژو څخه ده، چې هرات، غور، بامیان، دایکنډي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي، چې د سوداګرۍ د پراختیا او سیمه ییز ټرانزیټ په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
د دې ترڅنګ په هېواد کې ځینې نورې لارې او سړکونه هم شته چې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې تر یوه حده رول لري.
د دې سړکونو له جملې څخه کولی شو د کندهار- ارزګان، د کابل- غزني دویم لین سړک، د کابل- جلال اباد دوهم لین سړک او داسې نور.
د افغانستان په دننه کې د سوداګریزو او ترانزیټي لویو لارو ترڅنګ یو شمېر نورې هغه لرغونې لارې هم شته چې یو وخت یې افغانستان د اسیا په زړه بدل کړی و.
یوه له دې لارو څخه د وریښمو او بله د لاجوردو لویه لار ده.
د وریښمو لار ختیځه، لویدیځه او سویلي اسیا، د افریقا شمال له ختیځې اروپا او د لاجوردو لار بیا افغانستان له اروپا، منځني ختیځ، افریقا، بالکان او ترکېې سره نښلوي، دغه دواړې لویې لارې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره تر ټولو لنډې، ډاډمنې، ارزانه او خوندي لارې دي.
د ځمکنیو لویو لارو ترڅنګ افغانستان د ریل پټلۍ ځینې فعالې کرښې هم لري. خواف- هرات ریل پټلۍ، د سرحد آباد–تورغنډۍ ریل پټلۍ، د ترمز–مزارشریف د اورګاډي پټلۍ دي.
افغان-ټرانس ریل پټلۍ او د ځینو نورو ریل پټلیو د جوړېدو له پاره طرحې او پلانونه چمتو شوي، چې په راتلونکي کې به یې د جوړېدو عملي چارې پیل شي.
له هغې جملې د هرات- کندهار- سپین بولدک ریل پټلۍ یادولی شو. دا او نورې سوداګریزې او ترانزیټي لویې لارې کولی شي افغانستان لومړی په خپلو، بیا د سیمې له هېوادونو او په پای کې له نړۍ سره ونښلوي.
دا چې د سوداګریزو او ترانزیټي لویو لارو اهمیت څه دی، لاندې یې په ګډه لولو.
په سوداګرۍ کې د سوداګریزو او ترانزیټي لویو لارو اهمیت
د یوه هېواد د سوداګرۍ په پرمختګ کې سوداګریزې او ترانزیټي لویې لارې زیات اهمیت لري.
دا لارې هغه څه دي چې کولی شي افغانستان له اسیا، اروپا او افریقا سره ونښلوي او د دغو لويو وچو د هېوادونو اقتصاد به وغوړوي او ګټې به یې سره شریکې کړي.
په وچه کې ایسار افغانستان د اسيا او اروپا په ځمکني مرکز کې پروت دی. سوداګریزې او ترانزیټي لویې لارې به د افغانستان له پاره له ځان سره زیاتې اقتصادي ګټې ولري او افغانستان به د خپل جغرافيايي موقعيت په درلودلو سره د سیمې پر څلور لارې بدل شي.
د دې لارو په رغولو سره به د افغانستان حکومت وکولی شي چې نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته او ورسره به نړیوال پانګوال وهڅوي، ترڅو په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. له دې سره به افغانستان د اقتصاد یوه نوي پړاو ته ورننوځي.
بله دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او زیاتره خلک یې په زراعت او کرنه بوخت دي، ددې لارو په جوړېدو به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو مارکیټ له نړیوالو مارکیټونو سره ونښلول شي.
دا بیا دوې ګټې لري، له یوه لوري به سوداګري پراختیا ومومي او له بل لوري به د افغان بزګرانو اقتصادي حالت ښه شي.
د حکومت له پاره به د دې زمینه برابره شي چې د مالیاتو په اخیستلو سره د افغانستان د حکومت د عوایدو کچه لوړه کړي. نو که ټولې ځمکنۍ لویې لارې، هوايي دهلیزونه او ریل پټلۍ جوړ شي، نو زموږ عواید به څو چنده او سوداګري به مو پوره وده او پرمختګ وکړي.
دغه راز به له دې لارو څخه د افغانستان لاسي صنایع نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړي چې له مخې به یې لاسي صنایع وده وکړي او په راتلونکي کې به دا د عواید یوه بله ستره سرچینه وګرځي.
دا ټول هغه څه دي چې کولی شي، هېواد د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوي او هم له اقتصادي پلوه افغانستان پر ځان بسیا او د یوه خپلواک اقتصادي څښتن شي.
دا چې اسلامي امارت په دې برخه کې څه کړي دي، دلته لنډه کتنه ورته کوو.
د سوداګریزو او ترانزیټي لویو لارو په جوړولو کې د اسلامي امارت هڅې
حکومتونه او نظامونه د ملتونو د هوساينې، ثبات او ښيګڼې لپاره رامنځته کېږي.
اسلامي امارت په دې برخه کې پراخې هڅې کړې، څو خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره او په همدې موخه یې د هېواد د پرمختګ له پاره ګڼ شمېر بنسټیزې پروژې پیل کړې دي.
د هېواد رغونې او پرمختګ ته د اسلامي امارت ژمنتيا دعوه نه، بلکې هغه روښانه او څرګند حقیقت دی، چې هره ورځ يې په سترګو وينو.
د هېواد په هر ګوټ کې داسې رغنيز کارونه روان دي، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې بې ساري ګڼل کېږي. د نورو پرمختیايي کارونو ترڅنګ د هېواد د سوداګریزو او ترانزیټي لویو لارو د بيارغونې په برخه کې عملا کار روان دی.
له دې مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو څخه یوه هم د کابل- کندهار لویه لار ده. د کابل- کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې د اسلامي امارت له لوري په ۱۴۰۲ لمریز کال کې پیل شوې.
دغه لویه لار د افغانستان اسلامي امارت په مالي ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري په پینځو برخو: ارغندۍ چوک–دوراني بازار، د غزني مرکز–پښ کنده، پښ کنده_ قلات، قلات – شهر صفا او شهر صفا – مانجه کې په اساسي ډول رغول کېږي.
دا مهال د دې لویې لارې د پینځمې برخې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارل شوې ده. د نورو برخو رغنیزې چارې یې روانې دي او هڅه داده چې ژر پای ته ورسیږي.
د همدې لویې لارې په مسیر کې له کابل څخه تر غزني پورې د دویم لین سړک د جوړولو چارې بیا په ۱۴۰۳ لمریز کال کې پیل شوې.
د دې ترڅنګ د سالنګونو د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې کار په درېیو لاټونو کې پیل شوی او چارې یې په چټکۍ سره روانې دي، چې د هېواد شمال، مرکز او جنوب ترمنځ د ترافیکي بهیر د ښه کولو ترڅنګ د سوداګرۍ او ترانزیټ په پراختیا کې هم مهم رول لري.
په ۱۴۰۳ کال کې چې د سړک د برخې یوه بله مهمه پروژه پرانیستل شوه هغه د کابل- جلال اباد د دوهم لین سړک جوړول و.
دغه پروژه د ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په پینځمه نېټه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند له لوري پرانستل شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو ته وویل، د کابل – جلال اباد د لویې لارې دوهم لین سړک د هېواد د داخلي اتصال او ځمکني ترانسپورټ په برخه کې هغه مهمه پروژه ده چې دوه ستر تجارتي او ستراتیژیک ولایتونه کابل او ننګرهار په کمه فاصله یو له بل سره نښلوي.
د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک په جوړېدو سره به د دې لارې پر لومړي لین ګڼه ګوڼه راکمه او د ترافیکي پېښو کچه به راټیټه شي.
همدارنګه به د تګ او راتګ اسانتیاوې برابرې، د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر به ګړندی، خوندي او کم لګښته شي او همدا راز به د لارې په اوږدو کې کوچني او منځني کاروبارونه وغوړېږي.
اسلامي امارت د سترو سوداګریزو او ترانزیټي لارو د جوړولو او رغولو په خوا کې د ولایتونو او د هېواد د حلقوي سړک د جوړولو په برخه کې ګامونه پورته کړي دي.
د دې سړکونو ښې بیلګې د هرات-غور او کندهار- ارزګان سړکونه دي. ددې سړکونو په جوړېدو او رغیدو سره به د ولایتونو ترمنځ د اتصال او اقتصادي ودې لپاره لار هواره او د سیمې د اوسېدونکو لپاره به د تګ او راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د سوداګریزو او ترانزیټي ځمکنیو لارو په ډله کې د اوسپنې پټلۍ هم راځي. دا مهال افغانستان د ځینو فعالو اوسپنې پټلیو له لارې خپله سوداګري ترسره کوي. خواف- هرات ریل پټلۍ، د سرحد آباد – تورغنډۍ ریل پټلۍ او د ترمز – مزارشریف د اورګاډي پټلۍ فعالې او په ورځني ډول ترې انتقالات ترسره کېږي.
خو افغان- ټرانس ریل پټلۍ چې لا یې عملي چارې نه دي پیل شوې، خو د چارو د پیل له پاره یې هلې ځلې روانې دي.
د دې ریل پټلۍ چې د اوزبیکستان له ترمذه د افغانستان مزار شریف، لوګر او له هغه ځایه پکتیا کې د خرلاڅۍ له لارې پر ډیورنډ کرښه کورمې ته غځول کېږي او بیا به د پاکستان د اورګاډو له شبکې سره وصل کېږي، په جوړېدو به یې د هېواد په سوداګرۍ کې زیات پرمختګ رامنځته شي.
دغه راز اسلامي امارت د سوداګرۍ د پراختیا له پاره هوايي دهلیزونه هم فعال کړي دي چې ښه بیلګه یې کابل- شانګهای هوايي دهلیز دی.
اسلامي امارت پر دې بسنه نه ده کړې، بلکې د ولایتونو او د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو ته د غځیدلو سړکونو د رغونې او جوړونې چارې یې هم پیل کړې دي.
پایله
د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره پر نورو سکټورونو سربېره یو هم د سوداګرۍ او ترانزیټ سکټور دی.
د سوداګرۍ او ترانزیټ سکټور د ودې او پراختیا لپاره مهمه ده چې یو هېواد د ترانسپورټ ټولې شبکې سمندري، هوايي، ځمکنۍ او ریل پټلۍ په ښه ډول ورغوي او په دغه برخه کې له ننني عصري سیستم څخه استفاده وکړي.
افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې ازادو اوبو ته لاسرسی نه لري او د هر ډول ترانسپورټ پر مهال یوازې له هوايي، ځمکني او رېل پټلۍ شبکو څخه استفاده کوي. ښه خبره داده چې دا برخې په معیاري ډول جوړې شي.
اسلامي امارت په دې برخه کې خپلې هلې ځلې چټکې کړې او عملي ګامونه یې هم پورته کړي دي. د ځمکنیو سوداګریزو او ترانزیټي لارو په جوړولو او روغولو یې پیل کړی دی.
د دې لارو په جوړېدو سره به د هېواد د سوداګرۍ د پرمختګ ترڅنګ ترانزیټ هم زیات او له دې درکه به افغانستان زیات عواید ترلاسه کړي.