د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس مولوی غلام نبي صميم په مشرۍ د ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځايې خلکو په همکارۍ په ياد ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه لس کلنه دُښمني په دوستي بدله شوه، چې يو کس پکې وژل شوی او د ګڼو مالي زيانوو ترڅنګ يې ژورو اختلافاتو ژوند تريخ کړی و.
د دغه روغې جوړې پرمهال مسولينو په خپلو خبرو کې د اتفاق، يووالي او يو بل منلو په دنياوي او اخروي ګټو بحث وکړ، ښېکل اړخونه يې سولې ته راضي کړل او ترمنځ يې د منصفانه پرېکړې له مخې هغوی يو بل ته ورغاړې وېستل، چې په همدې سره يې ياده لس کلنه دُښمني په دوستۍ بدله شوه.
په ورته مهال د بلخ ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و حل او دواړه خواوې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسولينو او قومي سپين ږيرو له لورې د ورورۍ په ټغر سره کېناستې.
همداراز د دايکندي ولايت په هجدي سيمه کې د يوې کورنې د څو غړو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه د دې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر ځايې اوسيدونکو او علماوو په منځګړيتوب په داسې ډول حل شوه، چې د کورنۍ هر غړي ته د شريعت په رڼا کې خپل حق ورسېده او د خوښۍ ژوند يې پيل کړ.