د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ټاکل شویو کمېټو کړنې، اجرات او لاسته راوړنې وارزول شوې.
وروسته د بېلابېلو موضوعاتو لکه د کمېټو د کړنلارو، د زابل ولایت کډوالو او راستنو شویو ته د هغه ولایت د کډوالو ښارګوټي کې د ځمکې د وېش، د بېلابېلو ولایتونو کډوالو ته د ځمکې وېش، له کابل څخه اړوندو ولایتونو ته د بې ځایه شویو د لېږد او د ننګرهار ولایت بې ځایه شویو سره د مرستو په اړه د احکامو او فرامینو د څارنې او تعقیب لوی ریاست راپور په اړه بحث او هراړخیزه ارزونه ترسره شوه او په هغه اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.