ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت ولس ته د غوره خدمت او اسانتیاوو برابرولو هڅې کوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په بېلا بېلو ناستو کې د پنجشیر او بغلان ولایتونو له یو شمېر علماي کرامو او قومي مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د پنجشیر مخورو او علمای کرامو له ولسونو سره د اسلامي امارت له لوري د همکاریو او د دوی د غږ اورېدو له امله مننه کړې او ویلي یې دي، چې پنجشیر کې د اسلامي امارت له بریا وروسته ګڼ شمېر ولسي شخړې او دوښمنۍ له منځه تللې دي.

یادو علمای کرامو او مخورو زیاته کړې، له اسلامي نظام سره مخالفت او نیوکې د پنجشیر د ولس د ارادې ښکارندويي نه کوي او په هېواد کې د جګړې پای ته رسیدل او اسلامي نظام د ولس لویه هيله وه.

همدارنګه دوی یو لړ ستونزې د حل په موخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره شریکې کړې دي.

دغه راز د بغلان علماوو په یاد ولایت کې د حکومت او ولس پر اړیکو خبرې کړي او له اسلامي نظام سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

مولوي عبدالکبیر د پنجشیر او بغلان علماي کرامو او قومي مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، په هېواد کې د اشغال له پای ته رسېدو وروسته جګړه او تاوتریخوالی د توجیه وړ نه دی او اسلامي نظام هڅه کوي څو افغانستان له نړۍ سره سیال کړي.

نوموړي زیاته کړې، قومي مخورو او علما له حکومت سره د نظام په پیاوړتیا کې رغنده ونډه لوبولی شي او اسلامي امارت د هغوی هڅو ته د قدر په سترګو ګوري.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت له ممکنو لارو ولس ته د خدمت او اسانتیاوو برابرولو هڅې کوي.