ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سعودي عربستان د فلسطین په تړاو د نتانیاهو وړاندیز غندلی

سعودي عربستان د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هغه وړاندیز، چې د فلسطین دولت دې د عربستان په خاوره کې جوړ شي، غندلی دی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ نتانیاهو هڅه کوي چې په دې ډول خبرو سره په غزه کې خپل روان جنایات او توکمیزه یا قومي تصفیه پټ کړي او د خلکو پام په بله واړوي.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې فلسطینیان پر خپله خاوره د اوسېدو حق لري او دوی اشغالګر یا کډوال نه دي، چې د ظالم اسرائیلي اشغال له غوښتنې سره سم، له خپل هېواد او سیمې څخه ووځي.

نتانیاهو تېره سې‌شنبه په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، چې سعودي فلسطیني دولت په سعودي عربستان کې جوړولای شي او دوی هلته ډېره ځمکه لري.

د نتانیاهو دا څرګندونې د قطر، اردن، مصر، متحده عربي اماراتو، کویټ او عراق په شمول د عربي هېوادونو او د خلیج د همکارۍ شورا شپږو هېوادونو له توند غبرګون سره مخ شوې.

د خلیج د همکارۍ شورا عمومي منشي جاسم محمد البدوي ویلي؛ دا غیرې مسولانه څرګندونې تاییدوي، چې اسرائیلي اشغالګر پوځ نړیوالو او د ملګرو ملتونو قوانینو او تړونونو او د دولتونو حاکمیت ته هېڅ درناوی نه لري.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د نتانیاهو د څرګندونو د غندلو په غبرګون کې د وروڼو هېوادونو دریځ ستایلی.

غزه کې له اوربند وروسته د فلسطینیانو د برخلیک په تړاو لا هم بحثونه روان دي.

له دې وړاندې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی و، چې ښایي امریکا د غزې کنټرول ترلاسه کړي او اوسېدونکي یې په نورو سیمو کې ځای پر ځای کړي.

ټرمپ زیاته کړې وه، چې د امریکا په مشرۍ د غزې د “اوږد مهاله نیول تصور” لري.

د ټرمپ دا څرګندونې لا له وړاندې له غبرګونونو سره مخ وې او پخپله امریکا کې هم دیموکراتانو دا “قومي تصفیه” بللې وه.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی، چې له نیول شویو سیمو څخه د خلکو ایستل له نړیوالو قوانینو سره په ټکر دي.

فلسطینیانو لا له وړاندې له دې وړاندیز سره سخت مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دی، چې موږ به هېڅکله خپله خاوره پرې‌نږدو.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې غزه د فلسطین خاوره ده او بل هېڅوک یې د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولای.

د بریتانیا، فرانسې، جرمني او اسپانیا په څېر د امریکا د نږدې اروپايي متحدانو په شمول یې نړیوالو سیالانو روسیې او چین هم دغه وړاندیز رد کړی و.

د سعودي عربستان، قطر، مصر او اردون په ګډون عربي هېوادونو هم د ټرمپ له وړاندیز، هر ډول اشغال او د فلسطینیانو له جبري لېږدونې سره مخالفت ښودلی و.‌