کابل کې د شنو صنایعو اړوند صنعتي کارخونو مسولینو د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې او د برېښنا اړوند وړاندیزونه یې ورسره شریک کړي دي.
په دې لیدنه کې ډاکټر عبدالباري عمر د یادو صنعتي کارخونو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان برېښنا شرکت لپاره هېواد کې صنعتي تولیدي کارخونو لپاره د ډاډمنې برېښنا وېش مهم لومړیتوب دی.
نوموړي زیاته کړې؛ د ډاډمنې برېښنا چمتو کولو ته یې پر نوې طرحې او پلي کولو لارو کار کړی، چې ورسره به شته ستونزې حل شي.
په ورته مهال د شنو صنایعو اړوند صنعتي کارخونو مسولینو د افغانستان برېښنا شرکت له رهبرۍ څخه د دوی ستونزو ته د پاملرنې په پار د مننې ترڅنګ ژمنه کړې، چې خپله همکاري به له برېښنا شرکت سره دوامداره وساتي.