سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي؛ د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د دوو کلیو ترمنځ هغه څلور کلنه دښمني پای ته ورسېده، چې دواړو خواوو ته يې د يو لړ مالي زيانونو ترڅنګ ژورې انديښنې پېښې کړې وې.
د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولينو له لوري د قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په شتون د يوې ناستې په ترڅ کې د تاکل شويو جرګه کوونکو لخوا د پرېکړې په اورولو سره د ښکېلو کورنيو مشران سره غاړې وتل او بدي يې په دوستي بدله شوه.
دوی د اسلامي امارت د مشرانو او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت هڅې ستايلي او د مننې په څرګندولو سره يې ژمنه کړې، چې خپل پاتې ژوند به په سوله او یووالي کې تېروي.