د ټېکنالوژۍ متشبث او د نړۍ مشهور میلیاردر ایلان ماسک د ازادې اروپا-ازادۍ او امریکا غږ راډیوګانو د بندېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې ازادي او امریکا غږ راډیوګانې اورېدونکي نه لري او باید وتړل شي.
ایلان ماسک ادعا کړې، چې دغه ادارې بېګټې دي او د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کوي.
ماسک پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دې راډیوګانو په وسیله د امریکا یو میلیارد ډالر ضایع کېږي.
د نوموړي وروستیو څرګندونو په امریکا کې پراخ بحثونه راپورته کړي. ځینې خلک د بودیجې په اړه د نوموړي نیوکې تاییدوي او ځینې نور یې بیا مخالفت کوي.
امریکا غږ او د ازادې اروپا-ازادۍ راډیوګانې د امریکا د حکومت له لوري تمویلېږي او د نړۍ پر بېلابېلو ژبو خپرونې لري.
یادو رسنیو تر دې مهاله د ایلان ماسک د څرګندونو او وړاندیز په تړاو څه نه دي ویلي.