ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اقتصاد وزارت: اسلامي امارت د بېوزلۍ کمولو په موخه هېواد کې لویې بنسټیزې پروژې پیل کړي

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په هېواد کې د بې وزلۍ زیاتوالي په اړه د خوړو نړېوال پروګرام راپور ردوي او وایي؛ د افغانستان اسلامي امارت د بې وزلۍ کمولو او په هېواد کې د کاري زمینې د رامنځته کولو په پار لویې بنسټیزې پروژې پلي کړي دي او یو شمیر پروژې هم تر کار لاندې دي، څو وکولی شي په هېواد کې بې وزلي کمه کړي.

د خوړو نړېوال پروګرام په خپله اېکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ چې شدیده لوږه په نړۍ کې د پراختیا په حال کې ده، د دې بنسټ په وینا د افغانستان په ګډون په ۷۴ هېوادونو کې بې وزلي او لوږه زیاته شوې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۵ کال لپاره ۱۶.۹ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، څو په نړۍ کې ۱۲۳ میلونه زیانمن شویو او جګړه ځپلو کسانو سره مرسته وکړي.

له بلې خوا اقتصادي کارپوهان په افغانستان کې د بې وزلۍ په کمولو کې د نړېوالو بنسټونو او سازمانونو نقش مهم بولي او وایي، د ملي او نړېوالو بنسټونو له لورې بشري مرستې باید په بنسټیزو پروژو کې ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل هڅه کړې څو د لویو بنسټیزو پروژو په پلي کېدو سره په هېواد کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته په پام سره د کرنې او مالدارې سکتور پیاوړی کړي او د بې وزلۍ د کمولو او کاري فرصتونو رامنځته کولو برخه کې اساسي ګامونه اوچت کړي.