د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، روان کال په هېواد کې یې په لومړي ځل په ۱۵ ولایتونو کې د پنبې سروې ترسره کړې ده، چې پر اساس یې په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پښته تولید شوې ده.
د دې سروې ارقام ښيي، چې د تېر کال په پرتله د پښتې په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی او تر ټولو ډېره پښته (۸۰ زره مټریک ټنه) په هلمند ولایت کې، په بلخ کې څه باندې ۳۴ زره مټریک ټنه، کندهار کې څهباندې ۱۱ زره مټریک ټنه، جوزجان کې نږدې ۱۱ زره مټریک ټنه او ننګرهار ولایت کې څه باندې پينځه زره مټریک ټنه پښته تولید شوې ده.
همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستو، چې د سټلایټي انځورونو تفسیر او تعبیر پهکې شامليږي، په ۱۴۰۳کال کې په لومړي ځل د پښتې تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړي دي، چې پر اساس یې ۱۰۵ زره هکټاره ساحه کې پښته کرل شوې وه.
د سټلایټي انځورونو د تفسیر پر اساس روان کال په ۱۷ولایتونو کې پښته کرل شوې وه، چې د تېر کال په پرتله په تر کښت لاندې ساحو کې ۱۲سلنه زیاتوالی ښيي، د دې معلوماتو له مخې په هلمند ولایت کې تر ټولو زیاته ساحه (۵۰ زره هکټاره) او کاپیسا کې تر ټولو کمه (۶۶ هکټاره) ساحه باندې پښته کرل شوې وه.
پښته د هېواد له مهمو صادارتې اقلامو څخه شمېرل کېږي، چې یوازې تېر کال د ۲۷۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پښته او پښتې دانې له هېواد څخه د باندې صادرې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د کرنیزو توکو د کښت او د محصولاتو تر را ټولولو بهیر سپوږمکیز انځورونه د جغرافیايي معلوماتو په سیسټم کې تحلیل او تجزیه کوي او وخت پر وخت د کره معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره بېلابېل سروې ګانې ترسره کوي، چې روان کال کې د پښتې سروې هم د دې ادارې د پراختیايي بودیجې څخه د شاوخوا څلور میلیون افغانیو په لګښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په همغږۍ ترسره شوې ده.