د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نتانیاهو له لوري د خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو انکار او پر دې ټینګار، چې فلسطینیان دې د سعودي عربستان پر قلمرو خپل دولت جوړ کړي، په کلکو ټکو غندلی.
یاد وزارت ویلي: ” د اسرائيلي اشغالګر رژيم د مشر بنيامين نتنياهو له لوري د خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو انکار او پر دې ټینګار، چې فلسطینیان دې د سعودي عربستان پر قلمرو خپل دولت جوړ کړي، په کلکو ټکو غندي او دا چاره ناشونې او له منل شویو حقیقتونو سره جوت ټکر او د سعودي عربستان د حاکمیت نقض بولي.”
په دې اعلامیه کې لیکل شوي: “د نتنیاهو دا ډول څرګندونې د نړۍ منل شویو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له مشروع حق څخه ښکاره سرغړونه ده.”
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده او تر هغې، چې اشغال دوام کوي او د فلسطیني ولس حقونه نقض کېږي، غزه او سیمه به نا ارامه وي او دا وضعیت د هېچا په ګټه نه دی.
سعودي عربستان هم دا څرګندونې غندلې او ویلي یې دي، چې فلسطینیان پر خپله خاوره د اوسېدو حق لري او دوی اشغالګر یا کډوال نه دي، چې د ظالم اسرائیلي اشغال له غوښتنې سره سم، له خپل هېواد او سیمې څخه ووځي.
نتانیاهو په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، چې سعودي فلسطیني دولت په سعودي عربستان کې جوړولای شي او دوی هلته ډېره ځمکه لري.
د نتانیاهو دا څرګندونې د قطر، اردن، مصر، متحده عربي اماراتو، کویټ او عراق په شمول د عربي هېوادونو او د خلیج د همکارۍ شورا شپږو هېوادونو له توند غبرګون سره مخ شوې دي.