نن په کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ناروې شارژدافیر پير البرټ الساس لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کي د رامنځته شویو فرصتونو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې له نړیوالو سره مثبت تعامل او پر متقابل احترام ولاړو اړیکو ته هرکلی وايي.
نوموړي زیاته کړه، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې له افغانانو سره د اقتصادي ودې او پراختیایي چارو په برخه کې ښکېلتیا رامنځ ته کړي.
د ناروې شارژدافیر په خپلو خبرو کې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه او له نیشه یي توکو سره د افغان حکومت مبارزه مؤثره وبلله او څرګنده یې کړه چې ناروې به له افغانستان سره خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکوي او فعالیتونه به یې ادامه پیدا کوي.
د ناستې په پای کي د مثبت تعامل پر اړتیا ګډ بحث او خبرې وشوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو لا پراختیا ته هیله مندي وښودل شوه.