د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د افغانستان لپاره د ناروې له سفیر پیر البرت الساس سره لیدنه کړې او د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا یې خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د ناروې سفیر د محدویتونو او پراختیایي مرستو د بندېدو سربېره د اقتصادي پروګرامونو مدیریت او پلي کول د اسلامي امارت لویه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي؛ اسلامي امارت د اقتصادي بندیزونو، د شتمنۍ کنګل کېدو او د پراختیايي مرستو بندیدو سربېره افغانستان د اقتصادي ځان بساینې په لور روان کړی.
نوموړي همداراز د خپل هېواد له لوري د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.
د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د یاد هېواد د بشري مرستو څخه مننه او د نړیوالې ټولنې او مرستندویه ادارو څخه د پراختیايي پروژو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.
قاري دین محمد حنیف زیاته کړې؛ اسلامي امارت د اغیزمنې اقتصادي پالیسۍ، په ځانګړي ډول د پولي او مالي سیستم د مسلکي مدیریت په برخه کې د بهرینو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتلو، د انفلاسیون د کچې کمولو، د صادراتو او وارداتو او ملي عوایدو زیاتوالي، په سیمهایزه او نړیواله کچه د اقتصادي همکاریو پراختیا او نورو بېلابېلو سکټورونو کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب لپاره غوره زمینې او ګڼې استانتیاوې رامنځته کړې دي.
د ښاغلي حنیف په وینا؛ کورنۍ عوایدي سرچینې د اقتصادي ستونزو حل لپاره یواځینۍ لار ده، چې کولی شی هېواد د ځان بساینې په لور سوق کړي.
نوموړي پر شته اقتصادي ظرفیتونو باور د افغانستان د اقتصادي ستونزو اساسي حل بللی او پر افغانستان یې د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو او د هېواد د پولي شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې.