ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالدین ترابي د اکشن اېډ موسسې سره د څه باندې ۷۹۹ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د اکشن اېډ موسسې له رییس سری کانتا میسرا سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې او د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک یې ورسره لاسلیک کړ.

په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي ویلي؛ موږ د خپلو خلکو د لا ښه خدمت او هغوی ته د زیاتو مرستو رسولو په لټه کې یو، له همدې امله نه یوازې دا چې د مرستندویه موسسو ملاتړ کوو، بلکې هغوی هڅوو چې د زیانمنو خلکو سره د مرستو او د هغوی د ستونزو د کمولو لپاره لا زیاته بودجه ځانګړې کړي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت له مخې له طبیعي پېښو زیانمن دی او د وقایوي پروژو پلي کولو ته اړتیا لري.

ښاغلي ترابي له موسسو غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

د اکشن ایډ موسسې رییس سری کانتا میسرا د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، دا موسسه د بشردوستانه او پراختیايي مرستو په برخو کې فعالیت کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاده موسسه به دوه زره او ۸۱۲ کورنیو ته په څلورو پړاوونو کې نغدي مرستې ووېشي او د یو زر او ۲۷۴ کورنیو ته به د څارویو د واښه برابرولو په موخه په سیغان، شیبر او د بامیان ولایت مرکز کې نغدي مرستې ووېشي.

د یادونې وړ ده، چې د دې هوکړې له مخې ۷۹۹ زره او ۵۱۴ ډالر به دوه زره  ۸۱۲ کورنیو ته په سیغان، شیبر او د بامیان ولایت مرکز کې ووېشل شي، چې هرې کورنۍ ته به د خوراکي توکو د برابرولو لپاره په څلورو پړاوونو کې ۱۷۲.۱۲ ډالر ورکول کېږي، او یو زر او ۲۷۴ کورنیو ته به د څارویو واښه برابرولو لپاره هرې کورنۍ ته ۹۵ ډالر ورکول کېږي.