ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: له خصوصي سکتور څخه د اسلامي امارت ملاتړ د کار او سوداګرۍ رونق زمینه برابره کړې

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماسپښین د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

 په دغو مراسمو کې چې د اسلامي امارت د کابینې غړو او مشرانو هم حضور درلود، د رياست الوزرا اداري مرستیال لومړی د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د کار په بشپړېدو خوښي وښوده او د دې سوداګریز مرکز ګټې اخیستنې ته سپارل یې په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د ودې او پراختیا لپاره مهم ګام وباله.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ دا یو روښانه حقیقت دی چې د یو هېواد پراختیا او پرمختګ په هغه هېواد کې سوداګریزې ودې او د خصوصي سکتور ملاتړ پورې اړه لري، له دې امله اسلامي امارت کوښښ کوي چې اقتصاد، سوداګري او په ځانګړې توګه خصوصي سکتور په واقعي مانا وده وکړي او د دې برنامو یوه نمونه له خصوصي سکتور سره د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ تړون دی چې په یوه ډېره عالي فضا کې یې سوداګرو او دوکاندارانو ته د ښه فعالیت زمینه برابره کړه او نن ټول د هغه د پرانیستې شاهدان یوو.

د رياست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، د نوي خیرخواه سوداګریز مرکز تړون لومړنۍ او لویه پروژه ده چې د فتحې په لومړیو ورځو کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې وشو، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره برنامو باندې د خصوصي سکتور د باور مهمه نمونه، له خصوصي سکتور څخه د اسلامي امارت د ملاتړ روښانه بېلګه او هېوادوالو ته د کار او سوداګرۍ د رونق او ځلېدا زمینې برابرول دي.

 د ویلو ده چې نوی خیرخواه سوداګریز مارکېټ مجموع مساحت نهه زره او ۳۶۱ متر مربع او ۹ منزلونه چې دوه منزله یې د وسایطو پارکینگ دی، جوړ شوی دی.

د دې پروژې په جوړولو ۳۴ میلیون ډالر لګېدلي چې دا لګښت سن‌اسکای گلوبل شرکت او د مارکېټونو د اورلګېدنې متضررینو ورکړی دی او د کرایو له بابته له مجموع عوایدو څخه ۳۰ سلنه امارتي ادارو او ۷۰ سلنه متضررینو او پانګوالو ته د ورکړې وړ ده.

د یادونې وړ ده، په دې ملي پروژه کې یو زر او ۳۰۰ دوکانونه اساسی او په عصري سیستمونو سنبال جوړ شوي، چې زرګونه کسانو ته یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې او همدارنګه هغو ټولو کسانو ته چې د دې مارکېټ د اورلګېدنې پېښه کې زیانمن شوي وو، دوکانونه وېشل شوي دي.