په ایران کې مېشت او له دې هېواد څخه په زور ایستل شوي یو شمېر افغانان وايي، چې ایران د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ د بل هر وخت پرتله چټکه کړې او ان د قانوني اسنادو لرونکي کډوال هم نیسي او افغانستان ته یې لېږي.
د پلخمري اوسېدونکی نصیر احمد وايي، چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې په قانوني اسنادو ایران ته تللی و، خو په وینا یې ایراني پولیسي نیولی او بېرته یې هېواد ته را لېږلی دی.
د کډوالو چارو شنونکي وايي، چې له افغان کډوالو سره د ایران د حکومت چلند د منلو نه دی او په خبره یې ایران غواړي له نړیوالو سیاسي او مالي فشارونو څخه د خلاصون په موخه له افغان کډوالو څخه د وسیلې په توګه کار واخلي.
بل خوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند پخلی کوي او وايي، چې په دې اړه یې له ایراني اړخ سره پر لهپسې ناستې کړې دي.
یاد وزارت یو ځل بیا له ایران غوښتي، چې د کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ دې ودروي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې وه، چې د افغان کډوالو پر وړاندې دې له زغم کار واخلي او وخت دې ورکړي، چې پخپله خوښه افغانستان ته راستنه شي.