ملي دفاع وزارت وایي؛ د دې وزارت اړونده د بېلابېلو قول اردوګانو او قطعاتو څخه ۲۰۲ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزو ځواکونو ښوونځي د DC توپ حفظ او مراقبت، SPG-9، M24، M2، هاوان او سرحدي پياده کورسونو له څلور میاشتنیو مسلکي زده کړو او عملي تطبیقاتو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د عملي تطبیقاتو او فراغت په مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ضد استخباراتو رییس مولوي نقیب الله جمال، د توپچي ریاست رییس مولوي محمد یعقوب منصور اکه، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.
مسولینو د عملي تطبیقاتو تر ارزونې وروسته یادو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي؛ توپچي ځواکونه د پوځ د ملا د تیر حیثیت لري، هغه اردو چې مسلکي او پياوړي توپچي ځواکونه لري د جګړې د ډګر ګټونکي بلل کیږي، هڅه وکړئ چې په ياده برخه کې د عصرې تکنالوژۍ او وسایلو کارول هم زده کړئ.
ورته مهال نویو فارغانو مسولینو ډاډ ورکړی، چې د ترلاسه شوو مسلکي زده کړو او قوي ایماني جذبې پر مټ به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په میړانه دفاع کوي.