د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کندهار ته د سفر پر مهال د یاد ولایت عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد ګل عثمان په شتون کې له روغتیايي مسولینو سره ناسته کړې.
دغه ناسته د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه ترسره شوې، چې په کې د کندهار عامې روغتیا ریاست مسولینو له لوري د روغتیايي خدمتونو اړوند معلومات وړاندې او په دې برخه کې د شته ستونزو او ننګونو د حل اړوند غوښتنې مطرح شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د شته ستونزو او ننګونو د حل ډاډ تر څنګ مل تخنیکي ټیم ته دنده سپارلې، چې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسولینو سره په ګډه شته ستونزو ته رسېدنه او د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.