ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټولګټو وزارت: په روان کال کې د سړکونو د جوړولو او ترمیم برخه کې ګڼې پروژې پیل شوي

د ټولګټو وزارت مسولینو نن د چهارشنبې په ورځ (۲۴ سلواغه ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغه وزارت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ ټولګټو وزارت د سړکونو جوړولو، ترمیم او بیارغونې برخه کې ګڼې پروژې پیل کړي، چې د ځینو پروژو چارې بشپړې او د یو شمېر نورو جریان لري.

نوموړي زیاته کړه؛ د کابل-کندهار لویې لارې د څه باندې ۴۳۰ کیلومتره سړک د لومړۍ او دویمې طبقې د سفالټ اچونې کار بشپړ شوی، د سالنګونو لویې لارې د اساسي رغونې چارې دوام لري، د کندهار-روزګان لویې لارې د لومړي لاټ په چارو کې ۴۴ سلنه پرمختګ شوی او د ترینکوت–دهراود، دشت ارچي–کندوز او کندهار- سپین بولدک سړکونو د رغونې چارې هم جریان لري.

 د ښاغلي فاتح په وینا؛ د کابل–غزني، کابل–جلال اباد لویو لارو د دویم لین سړکونو او د هرات–چشت شریف سړک د جوړولو او ترمیم چارې جریان لري.

د دې تر څنګ، د ميدان وردګ-لوګر د نښلونکي سړک چې څه باندې ۳۱ کیلومتره اوږدوالي لري د رغولو تړونونه د شاوخوا ۷۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له دوه شرکتونو سره لاسلیک شوي او رغنیزې چارې به یې د ۱۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

دغه راز د کابل-هرات پر لویه لاره د ۱۴ محرابه جوماتونو د جوړولو چارې هم دوام لري.

د یاد خبري کنفرانس په جریان کې د قیصار- لامان حلقوي سړک، د پینځمې برخې، چې ۶۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې تړون د څه باندې ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د خپلو خبرو په دوام وویل؛ د ګیزاب پل چې څه باندې ۱۱۰ متره اوږدوالی او نېږدې ۹.۵ متره پلنوالي لري په اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او د کونړ ولایت د زېړي بابا او پشد پلونو، په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل او په ننګرهار ولایت کې د سپین خوړ پل د جوړولو چارې دوام لري.

د یاد وزارت مسولینو د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د روان کال د ژمي په موسم کې د سالنګونو او ماهیپر په ګډون د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې له څه باندې ۷۵۷۲ کیلومتره سړکونو څخه د واورې پاکولو پلان لري.

د ټولګټو وزارت د شمېرو له مخې، د روان کال په لس میاشتو کې ( له حمل څخه تر جدې) د اوسپنې پټلۍ د څلورو مسيرونو (حيرتان، آقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات) له لارې شاوخوا ۳.۵ ميليون مټريک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.