ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ورېښمو لارې نړیوال کلتوري ټرانزیټي نندارتون کې د کورني او بهرني تولیداتو ۳۰۰ غرفې نندارې ته وړاندې شوې

د پانګونې د ودې او له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د لویې جرګې په خیمه کې د ورېښمو لارې نړیوال کلتوري ټرانزیټي نندارتون پرانستل شو.

په یاد نندارتون کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني ويلي؛ کابل ښاروالي د هېواد د اقتصادي ودې په موخه ژمنتیا لري، چې پانګوالو او خصوصي سکټور ته غوره زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې کابل ښاروالي هڅه کوي، ترڅو په خپلو ټولو پروژو کې د هېواد له داخلي تولیداتو څخه ګټه پورته کړي.

ښاغلي سجستاني ویلي، چې خصوصي سکټور ته د زمینې په برابرولو سره کولای شو په ودانیزو او ټولګټو پروژو کې د دوی له غوره تجربو کار واخلو.

د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال بهر مېشتو پانګوالو ته په خطاب کې  د بشپړ ډاډ ترڅنګ ویلي؛ اوس د دې وخت را رسېدلی، چې هېواد ته را ستانه شي او په خپله خاوره کې پانګونه وکړي.

یاد نندارتون درې ورځې دوام کوي، چې پکې له داخلي او بهرنیو تولیداتو څخه ۳۰۰ غرفې نندارې ته وړاندې شوي.