ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ټولو قومونو ستونزو ته رسېدنه کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بلوڅو د شورا له مشر سردار غلام نبي بلوچ او څو تنو غړو سره لیدنه کړې.

دې لیدنه کې د بلوڅ قوم د شورا مشرانو ویلي، چې له اسلامي امارت څخه د ملاتړ او همکارۍ په موخه بلوڅ قومي مشران سره همغږي شوي او دا ډول هڅو ته به دوام ورکړي.

دغه راز یادو مشرانو زیاته کړې، د هېواد په ګوټ ګوټ کې بلوڅ مخورو له ځايي مسولینو سره په لیدنو کې هغوی ته ډاډ ورکړی، چې په هر ډول شرایطو کې د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دي.

دوی همدارنګه ویلي؛ د اسلامي امارت له مشرانو سره د خلکو لیدنې د دې لامل شوي، چې له حکومت سره د خلکو باور او همکاري زیاته شي.

مولوي عبدالکبیر، بلوڅ مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به د ټولو قومونو غږ اوري او غوښتنو ته به یې رسېدنه وکړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې قومي مشران د حکومت او ملت په نږدې کولو کې مهمه ونډه لري او په دې برخه کې د قومي مخورو هڅو ته د احترام په سترګه ګوري.