د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني کابل کې د قزاقستان د سفارت له شارزدافیر سره د ډیجیټل حکومتولۍ، ټکنالوژۍ او مخابراتي سکټور او اړونده نورو برخو په تړاو خبرې کړې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر په دې لیدنه کې د قزاقستان هېواد شارژدافیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې کابل او استانه لرغوني اړیکې لري او د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب په اساس د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان ۴۰ کاله په جګړو کې ښکېل هېواد و او اوسمهال د ودې او ټیکاو په حالت کې قرار لري او له همدې فرصت څخه په استفادې غواړو، د دوه اړخیزو همکاریو پربنسټ د هېواد په پرمختګ کې په ځانګړي ډول د ټکنالوژۍ په برخه کې اغېزمن پرمختګ ولرو.
د ښاغلي حقاني په وینا؛ له نیکه مرغه اوس موږ په دې سکټور او د ټول هېواد په کچه د ټکنالوژۍ په برخه کې مجرب کادرونه لرو او کولای شو د همکارو هېوادونو د تجربو په کارولو سره د ټکنالوژۍ په برخه کې ښه پرمختګونه ولرو.
په کابل کې د قزاقستان شارزدافیر ښاغلي ګازیز اکباسوف افغانستان د اسیا لپاره یو مهم هېواد یاد کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان ثبات د دې هیواد د ځانګړي جغرافيايي موقعیت له امله د اسیا د ټولو هېوادونو ثبات دی. دغهراز اسیايي هېوادونه په یوه اقتصادي دهلېز کې سره نښلوي او د پرمختګ په برخه کې همکاري کولای شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د قزاقستان هېواد د ټکنالوژۍ د ودې او پراختیا په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دی او هغه تجربې چې د ټکنالوژۍ په سکټور کې لري، د افغانستان له کادرونو سره شریکوي.
همداراز ښاغلي شارژدافیر ویلي، چې دوی ژمن دي د ټکنالوژۍ په برخه کې د افغان تخنیکي کادرونو د ظرفیت لوړولو، سیستم جوړونې او ډیجيټل حکومتولۍ په برخو کې هم همکار پاتې شي.