د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي؛ د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د ۷۶ ميليونه افغانيو په لګښت د درېیو پروژو؛ دابغول کلي د اوبو لګولو د اته کیلومتره کانال، د شیري د ۳۰ کیلومتره او د سفید حصار د ۸.۸ کیلومتره جغلي سړکونو جوړولو عملي چاري د یولړ مراسمو په ترڅ کې رسما پیل شوې.
په يادو مراسمو کې د کلیو د بيارغوني او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده او ورسره مل پلاوي، د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ قومندان ملا امين الله زوبیر، د کلیو د بیارغونې اوپراختیا رییس ملا محمود ثاني د کجکی ولسوالۍ مسولینو او د یادو سیمو علمای کرامو، سپین ږیرو مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په دغه غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده ویلي، د کلیو د بیا رغوني او پراختیا وزارت د متوازن انکشاف لپاره ژمن دی او د خپلو امکاناتو په نظرکی نیولو سره د پروژو پلي کول د هېواد لېرو پرتو سيمو ته جاری ساتلی دی.
همدرانګه نوموړي د ځایي اوسیدونکو څخه غوښتي، چې د پروژو څخه د ګټې اخيستنې په صورت کې جدی مراقبت وکړئ.
دغهراز د يادو پروژو د کار په لړ کې به سلګونه تنه کاريګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړيدو سره به يې د یادو سیمو د اوسیدونکو ستونزې تر يوحده حل شي.
د يادونې وړ ده، چې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په پام کې لري، چې د هلمند ولایت په ټولو ولسواليو او په خاصه توګه بيا په هغو ولسواليو کې چې د کار کولو په کې ډېره اړتياوې خپل خدمات وړاندې کوي.