ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره میاشت کې د څه باندې ۱۶۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د مرغومي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۲.۲ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۱۰۹۷.۲ ميليونو ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۰.۲ میلیونو ډالرو ته رسېده.

د ارقامو دا تحلیل ښيي، چې د روان کال د مرغومي مياشتې د صادراتو ارزښت د لیندۍ مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۸ ميليونه ډالره کموالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۴۱.۵ میلیونو ډالرو ته رسید، چې د همدې کال په مرغومي مياشت کې د ۵۵.۷ میلیونو ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

ارقام ښيي، چې د ۱۴۰۳ کال په مرغومي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته، شامل دي.