ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان له رییس سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان له رییس ریچارد ترانچارد سره په خپل  دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کرنیزو، مالدارۍ او اوبو لګولو دوامداره پروژو د پیل، د سړو خونو، د لبنیاتو د پروسس کارخونو، مسلخونو، د اوبو لګولو شبکو او د مالدارۍ فارمونو د جوړولو په اړه خبرې شوې دي.

ریچارد ترانچارد د لیدنې په پیل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان د فعالیتونو راپور وړاندې کړی او د نړیوالو هېوادونو او ادارو له لوري د افغان ولس د ملاتړ پر ژمنو یې خبرې کړې دي.

نوموړي همداراز د برېتانیا حکومت له لوري د ۴۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان ته اشاره کړې.

مولوي عطاءالله عمري د یاد سازمان له هڅو مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو او پراختیايي پروژو عملي کول د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د بزګرانو او مالدارانو د ژوند د پرمختګ لپاره مهم ګام دی.

د یادولو وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان د افغانستان د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ یوه مهمه اداره ده، چې هر کال زرګونو کسانو ته مرستې برابروي.