پاکستان لپاره د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي سردار احمد شکیب د اسلام اباد له نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د افغان محصلینو د فراغت په مراسمو کې ګډون کړی.
په دې فراغتغونډه کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا فارغین شامل وو.
مولوي سردار احمد شکیب یادو فارغ شویو محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي؛ فراغت د علم پای نه، بلکې د نوي سفر پیل دی او علم باید د فردي بریا ترڅنګ د ټولنې د اصلاح، ثبات، او پرمختګ لپاره وکارول شي.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان ته داسې متخصصین پکار دي چې نه یوازې د خپل مسلک ژور درک ولري، بلکې عملي مهارتونه او مسولیت احساس هم ولري، څو د هېواد د اقتصادي، تعلیمي، او ټولنیزو ننګونو د حل لپاره کار وکړي.
پاکستان لپاره د افغانستان سفیر همداراز ویلي؛ هېواد مو د تعلیم، تحقیق او نوښت له لارې پرمختګ کولی شي، او فارغین باید د هېواد د راتلونکي جوړولو لپاره خپل رول ادا کړي.
ښاغلي شکیب د اسلامي امارت د تعلیمي پالیسۍ، د استعدادونو د ملاتړ، او د زده کړو د پراختیا په برخه کې د هڅو یادونه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت د تحصیل، تحقیق، او علمي نوښت ودې ته ژمن دی.
نوموړي د پاکستان له حکومت، خلکو او تعلیمي ادارو په خاص ډول د نړیوال اسلامي پوهنتون له رهبرۍ، استادانو، او د افغان محصلینو اتحادیې له مسولینو مننه کړې، چې د افغان محصلینو د تعلیمي ودې لپاره یې مهمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.