کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي فراه ته د سفر په ترڅ کې ویلي د ایران د حکومت پالیسي دا ده، چې د افغانستان او ایران ترمنځ ټولې لارې د خلکو د تګ راتګ، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او د موټرو د تګ راتګ لپاره مناسبې لارې وي.
نوموړي زیاته کړې، هڅه کوي چې اقتصادي اړیکې ورځ تر بلې زیاتې کړي او دمګړۍ په چابهار بندر کې د افغانستان د استازو د حضور لپاره کار کوي.
د ښاغلي بیکدلي په وینا؛ د افغانستان او ایران ترمنځ همکاري کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي.