ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: ټول افغانان په اسلامي امارت کې د قدر وړ ځای لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سادات قوم له مخورو، علماوو او ځوانانو سره لیدنه کړې.

له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلي د سادات قوم استازو او علمای کرامو ویلي، د دوی او اسلامي امارت ترمنځ واټن نشته او د اسلامي نظام د پاېښت لپاره هڅې کوي.

یادو مخورو او علماوو زیاته کړې، سادات قوم له حکومت سره اوږه په اوږه د افغانستان رغولو ته حاضر دی او له هیڅ همکارۍ څخه درېغ نه کوي.

مخورو او علماوو د سادات قوم د انسجام او له دې لارې له اسلامي امارت سره د همکاریو  دپراخېدو په موخه یو لړ وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته وسپارل.

مولوي عبدالکبیر له اسلامي امارت سره د سادات قوم پر ملاتړ خوښي څرګنده کړې او په تېرو دوو لسیزو کې  یې د هغوی د قربانیو یادونه کړې او ویلي يي دي، ټول افغانان د اسلامي امارت ترچتر لاندې د قدر وړ ځای لري.

سیاسي مرستیال زیاته کړې، په تېر ۲۰ کلن جهاد کې هر قوم په جهاد کې برخه اخیستې او د اسلامي امارت بریا د افغان ملت ګډ او له ویاړه ډک تارېخ دی.

نوموړي د سادات قوم مخورو او علماوو ته ډاډ ورکړی، چې د هغوي پر وړاندېزونو به غور وشي او ډیر ژر به ورته رسیدنه وکړي.