ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کندهار-هرات اوسپنې پتلۍ پروژې د تفصیلي سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې کندهار کې، د کندهار- هرات اوسپنې پتلۍ د ۷۳۷.۵  کیلومتره پروژې د تفصیلي سروې او ډیزاین چارې پیل شوې.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، “د دې زیربنایي پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان له لارې ترکمنستان او ایران له پاکستان سره د اوسپنې پټلۍ له لارې وصل شي.”

مولوي ذبیح‌الله مجاهد دغه پروژه د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم اقتصادي ګام بللی.

همداراز په دې اړه د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشراف حق شناس وايي؛ د کندهار – هرات د ۷۳۷.۵ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین چارې د شاوخوا ۲۶۴ ميليونه افغانيو په ارزښت پیل شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ د پرانیستې په مراسمو کې یې د اسلامي امارت د ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د ټولګټو وزارت اوسپنیزې کرښې مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، سیمه اییزو مسولینو، قومي مخورو، قراردادي شرکتونو د مسولینو او انجینرانو ګډون کړی و.

د ښاغلي حق شناس په وینا، یاده پروژه به د اتو میاشتو په موده کې بشپړه شي.