ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د مراجعینو لپاره د نوبت اخیستنې انلاین سېستم پرانیستل شو

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ خپلو مراجعینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د لا ډېرې اسانتیا په موخه د نوبت اخیستنې انلاین سېستم رامنځته او پرانیستل شو.

یاده اداره زیاتوي؛ په هېواد کې د نفوسو د احوال ثبتولو د یوازینۍ او معتبرې مرجع په توګه هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې زرګونو هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي، چې ځینې مراجعین د تابعیت په پېژندپاڼو، زېږون کارتو او نورو اړوندو اسنادو کې د ستونزو د حل په موخه مرکزي ادارې ته مراجعه کوي.

همدرنګه دا اداره تل هڅه کوي چې هېوادوالو ته چټک، پروخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي.

 د یادونې وړ ده، چې دا سېسټم د دې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د متخصصینو له لوري رامنځته شوی، چې په فعالېدو سره به یې د نوبت اخیستو برخه کې د مراجعینو ټولې ستونزې حل شي.