د افغانستان برېښنا شرکت مسولینو د یکشنبې په ورځ (۲۸ سلواغه ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ برېښنا شرکت په وروستیو لس میاشتو کې د برېښنا شبکې پراختیا، اصلاح، برېښنا رسونې، عملياتي چارو، برنامو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارداتي برېښنا انرژۍ په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
ښاغلي عمر زیاته کړه؛ د نورالجهاد سب سټېشن د ډیزاین، جوړولو او نصب چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، چې د برېښنا پېرودونکو شمېر یې هم له ۱۲۰ زرو څخه ۱۵۰ زرو ته لوړ شوی دی.
په یاده پروژه ۳.۲۹ میلیونه امریکاي ډالر لګښت راغلی دی.
همدارنګه، د نړیوال بانک لخوا د کاسا-۱۰۰۰ سترې سمه ییزې پروژې پاتې کارونه بیا پیل او د دوه کلونو په موده کې به بشپړ شي.
ښاغلي عمر د پنجشیر ولایت د پارندې برېښنا تولید بند د رغونې چارو بشپړېدل، د شبرغان – دشت الوان – ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لیږد مزي، د غزني – کندهار ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لیږد مزي، د کندهار ۱۱۰ کیلوولټ سب سټېشن لاین بې، د هرات څلورو ولسوالیو کې د سب سټېشنونو جوړولو او په بادغیس کې ۲۱ کلیو ته د برېښنا وېش شبکې جوړولو پروژو د پاتې چارو پیل او دوام د برېښنا شرکت د نورو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.
د نوموړي په وینا؛ د میدان وردګ د چک، د کنړ مناګي او د ګرشک د برېښنا تولید بندونو د جوړولو او بیارغولو پروژو چارې دوام لري.
د دې تر څنګ د هېواد په کچه د برېښنا تولیدي کارخونو رغول شوي او په دې برخه کې د یو شمېر مهمو پروژو چارې هم بشپړې شوي دي.
همدارنګه د روان کال پر مهال په مرکز او ولایتونو کې ۶ اصلاحي پروژې پلان شوې وې، چې دمګړۍ د تجهیزاتو چمتو کېدو پړاو کې دي او په تطبیق سره به یې د برېښنا انرژۍ ضایعاتو کې پام وړ کمښت رامنځته شي.
د برېښنا شرکت اجراییوي رییس زیاته کړه، د شاوخوا ۵۰۵ میګاواټه په ټولیز ظرفیت د برېښنا تولیدي کارخونو جوړولو لپاره د پانګونې د ۱۴ پروژو د طرحو د تحلیل او ارزونې چارې بشپړې شوي دي.
ښاغلي عمر د خپلو خبرو په دوام وویل؛ د روان کال په جریان کې د برېښنا پلور له درکه په ټولیز ډول ۳۱ میلیارده او ۵۳۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
دغه راز، برېښنا شرکت په روان کال کې د برېښنا پېرلو له درکه ګاونډیو هېوادونو ته ۲۲۷ میلیونه امریکایي ډالر او د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته ۲۸.۷ میلیونه امریکایي ډالر او ۲۴۷.۸ میلیونه افغانۍ ورکړي دي.
اوسمهال دغه شرکت د برېښنا پېرلو له درکه د ګاونډیو هېوادونو او داخلي شرکتونو پوروړی ندی.
د برېښنا شرکت مسولینو د معلوماتو له مخې، د روان کال په جریان کې د څه باندې ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت، د برېښنا اړوند ۲۰۶ پروژو تړونونه لاسلیک شوي چې له دې جملې د ځینو پروژو چارې بشپړې او د ځینو نورو دوام لري.
د دې تر څنګ، د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره له اوزبیکستان، ترکمنستان او تاجکستان هېوادونو سره د برېښنا پېرلو دوه اړخیزه تړونونه لاسلیک شوي دي.
دغه راز له ایران سره هم د برېښنا پېر تړون د لاسلیک په اړه خبرې روانې دي.