ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو وزیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له عمومي رییس سره لیدنه کړې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سره صليب نړيوالې کمېټې له عمومي ریيس پير کراهنبول سره لیدنه کړې ده.

د سره صليب نړيوالې کمېټې عمومي ریيس په افغانستان کې د روغتيا، مصنوعي غړو جوړولو او نورو بشري برخو کې د یادې نړيوالې کمېټې پر فعاليتونو رڼا اچولې او په افغانستان کې یې راغلی امنيت او ثبات ستایلی.

د بهرنيو چارو وزير د لسيزو په اوږدو کې د افغانستان له مظلومې طبقې (ناروغانو او معلوليت لرونکو کسانو) سره د سره صليب نړيوالې کمېټې مرسته د هغوی لپاره د وياړ او د افغانانو له پاره د خوښۍ او مننې باعث بللې ده.

نوموړي غوښتنه کړې ده، چې د سره صليب نړيواله کمېټه دې په نورو هېوادونو کې د بندي افغانانو د برخليک معلومولو په برخه کې هم مرسته وکړي.

ښاغلي پير کراهنبول ویلي، چې که څه هم د ځينو هېوادونو له خوا زندانونو ته د دوی پر لاسرسي بنديز د بندي افغانانو د موندلو او کورنیو ته یې د احوال رسولو بشرپاله هڅه له خنډونو سره مخ کړې، خو دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دوی پرېکړې د نورو اړخونو له پرېکړو څخه مستقلې دي او په افغانستان کې به خپلو فعاليتونو ته د پخوا په څېر ادامه ور کړي.