د کابل ۔ کندهار لویې لارې اړوند د مقر ۔ قلات ۱۱۲کیلومتره سړک د بیارغونې ( قیر اچونې) کار جریان لري.
د یادې پروژې پر مسیر ۲۳ پایې پلونه، ۶۳۰ پایې پلګوټي او ۱۰ بستره واشونه شتون لري، چې د هغو له جملې څخه درې پایې پلونه ۳۰ پایې پلګوټي او ۱۰ بستره واشونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي او بیا رغونې ته اړ تیا لري، چې اوس یې د بیا رغونې کار عملاً جریان لري.
د یادې لویې لارې د بیارغونې په جریان کې یو شمېر هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې او په بیا رغونې سره به یې د تجارتي توکو په لېږد رالېږد کې غوره ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته شي.
کابل کندهار – لویه لار د هېواد له مهمو او حیاتي لویو لارو څخه ده، چې د بیا رغونې چارې یې په اووه بیلا بیلو برخو کې د ټولګټو وزارت له لوري د خصوصي شرکتونو سره قرارداد شوې دي.