ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مالي کې د سرو زرو کان نړېدو له امله له ۴۰ ډېر کسان وژل شوي

د راپورونو له مخې د مالي هېواد په لوېدیځ کې د سرو زرو کان د نړېدو له امله ۴۳ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې دي. د دې هېواد لوېدیځ د سرو زرو بډایه سیمه ده.

ځینې ځايي سرچینو بیا رسنیو ته د وژل شویو کسانو شمېر ۴۸ ښودلی دی.

سیمه‌ییزو مسولینو ویلي، چې خلک د صنعتي کان کيندونکو له لوري پرېښودل شویو ځایونو ته د سرو زرو موندلو په موخه ورغلي و، چې کان پرې ونړېد.

ویل کېږي، چې په تېرو درېیو اونیو کې په مالي کې د کان کیندنې دا دویمه مرګونې پېښه ده. تر دې وړاندې د جنوري په پای کې هم لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي وو.

د یاد هېواد د کانونو وزارت ویاند رویټرز خبري اژانس ته پېښه تایید کړې، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

مالي د نړۍ په کچه د سرو زرو له سترو تولیدوونکو هېوادونو ګڼل کېږي او د کان کیندنې ډېری چارې یې ناقانونه دي.