د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د کاناډا، اسټرالیا او یو شمېر اروپایي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې امر بالمعروف وزارت د افغانانو د غوښتنې او اسلامي شریعت پر بنسټ رامنځته شوې دي.
د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، چې اسلامي شریعت د ښځو، ماشومانو او ټولو لپاره عادلانه متوازن شرعي حقوق ټاکلي.
نوموړی زیاتوي؛ هغوی چې د ښځو او بشري حقونو ادعا کوي شل کاله یې په افغانستان کې تر پښو لاندې کړي او په دې پلمه د اسلامي امارت خلاف سیاسي تبلیغات کوي او فشار پرې راوړي.
د یاد وزارت مسولین ټینګار کوي؛ اوس چې افغانان د دیني او شرعي نظام تر سیوري لاندې په سوله کې ژوند کوي باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه شي او په افغانستان کې د ښځو حقونو د خونديتوب په پلمه په یاد وزارت له تهمت لګولو ډډه وشي.