په کابل کې د ډنمارک د کډوالو ټولنې رییسې اغلې دانیه الشریف د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له مسلکي مرستیال مولوي عیدالرحمن راشد سره لیدنه کړې.
په دې کتنه کې د یادې ټولنې د کاري پروژو په تړاو خبرې شوې دي. ښاغلي راشد د دغه بنسټ د اداري لګښتونو د کمښت او کډوالو ته د پروژو د لا زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
مېرمن دانیه الشریف له حکومتي ادارو سره په همغږۍ د پروژو د پلي کېدو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې زموږ هدف کډوالو ته خدمت او د کډوالۍ مخنیوی دی.
نوموړې په راتلونکي کې د بنسټ د اداري لګښتونو د کمښت او کډوالو ته د مرستو په وړاندې کولو کې د لا پاملرنې ډاډ ورکړی دی.
پر دې سربېره د کډوالو چارو وزارت د ډنمارک د کډوالۍ له ټولنې سره د یو میلیون، ۱۵۶ زره او ۴۴۶ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې ده.
د دې هوکړه لیک له مخې به دا بنسټ پورتنۍ پیسې د نغدي مرستو وېش او د اقتصادي خوندیتوب او ودې اړوند په کابل، کندهار، پروان، زابل، غزني، میدان وردګ، کاپیسا، هرات، بادغیس، فراه او کونړ ولایتونو کې ولګوي، چې ۲ سوه ۹۸ زره او ۵۵۶ تنه راستانه شوي، بېځایه شوي او کوربه ټولنه به ترې ګټه واخلي.
دا هوکړه د کډوالو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د یاد بنسټ د ریسې له لوري لاسلیک شوې ده.