کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیګدلي فراه ته د خپل سفر په ترڅ له ابو نصر فراهي بندر څخه د لیدنې پر مهال ویلي؛ ایران هڅه کوي د تهران او کابل ترمنځ د سوداګرۍ، راکړه ورکړه، باروړونکو موټرو او د خلکو پرمخ د تګ راتګ ټولې نښلونکې لارې برابرې کړي.
نوموړي زیاته کړې، ایران افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او هڅه کوي افغانانو سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي د بندرونو شتون په اقتصادي ډګر کې مهم یادوي او وايي، چې د راکړې ورکړې برخه کې دغه ګام مهم دی.
دا په داسي حال کې ده، چې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی و او زیاته کړې يي وه، چې ایران غواړي له افغانستان سره د نورو اړیکو ترڅنګ اقتصادي اړیکې هم پراخې کړي.