د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي؛ د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پر سر دوه کورنۍ وروسته له څلورو کلونو داسې مهال سره پخلا شوې، چې د ځايي مسولينو په منځګړيتوب يوه غونډه جوړه او ترمنځ يې د خير پرېکړه وشوه.
د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولينو، قومي مشرانو او علماوو په هڅو ښکېلې کورنۍ سولې ته راوبلل شوې او د يوې شرعي پرېکړې وروسته هرکس ته خپل حق وسپارل شو، چې په همدې توګه يې له دښمنۍ لاس واخيست او د ورورۍ ژوند يې پيل کړ.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو په همکارۍ تل هڅه کوي، چې ولسونه له دښمنيو وژغوري او د يوه سوله ييز او ارام ژوند زمينه ورته برابره کړي.