ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع الحق خالص هرات ته د چاپېریالي وضعیت ارزونې په موخه سفر کړی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي ریيس مولوي مطيع الحق خالص د یوه پلاوي په ملتیا هرات ته د خپل سفر پرمهال د یاد ولایت والي شيخ نور احمد اسلام جار سره لیدنه کړې.

د یادې ليدنې پرمهال هرات والي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس او پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هرات ولایت د چاپېریالي وضعیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړه.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ هرات ته یې له سفر څخه موخه په یاد ولایت کې د چاپېریالي وضعیت د ارزوني په تړاو د کنفرانس جوړول، د نيالګيو کېنولو ملي پروګرامونو پیلول، د صنعتکارانو سره د فعالیتونو په اړوند د غونډې په لاره اچول او په ټوله کې د هرات ولایت د چاپېریالي وضعیت ارزونه شامل ده، چې د دې سفر په اجنډا کې نيول شوې دي.

نوموړي همداراز اقلیمي بدلون منفي تاثیراتو ته په اشارې زیاته کړې؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کیږي، چي د اقلیمي بدلون سخت ځپلی او په دې برخه کې حکومت پر ګڼو طرحو کار پیل کړی، چې له اړونده نړیوالو بنسټونو او موسساتو سره شریک شوي او لاهم هڅې روانې دي.

مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ هرات يو صنعتي ولایت دی زموږ هڅه دا ده، چې صنعت له چاپېریال سره په همغږۍ رشد وکړي او د هغوی فعالیت له اصولو سره سم مخته یوړل شي.

همدارنګه د هرات والي شيخ نور احمد اسلام جار د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ته د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړی او خپل نظریات او غوښتنې یې ورته وړاندې کړې دي.

نوموړی همداراز د خپل رسمي سفر په لړ کې د هرات صنعتي ښارګوټي ته ولاړ او هلته یې د یو شمېر کارخونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وکړه.

د ارزونې پر مهال، د کارخونو د فعالیتونو، د فاضلابو مدیریت، د هوا د ککړتیا کچه او د چاپېریال ساتنې اصولو ته د پاملرنې څرنګوالی وڅېړل شو.

مولوي مطیع الحق خالص د کارخونو له مسولینو سره خبرې کړي او هغوی ته یې لارښوونه کړې، چې د چاپېریالي معیارونو رعایت ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي، د چاپېریال ساتنه د ټولنې ګډ مسولیت دی او د کارخونو مسولین باید د صنعتي ککړتیا د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي او له اصولو سره سم هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي خالص زیاته کړې، اسلامي امارت د صنعتکارانو او خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي چې صنعت له چاپېریال سره په همغږۍ فعالیت وکړي.

د هرات صنعتي ښارګوټي یو شمېر کارخونو مسولینو هم په دې برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي، او ژمنه یې کړې، چې د چاپېریالي معیارونو د پلي کولو لپاره به اړین ګامونه پورته کړي.

دا ارزونه د صنعتي فعالیتونو د چاپېریالي مدیریت د ښه والي په موخه ترسره شوې، او ټاکل شوې ده چې د نورو ولایتونو صنعتي فعالیتونه هم تر څارنې لاندې ونیول شي.