ملي دفاع وزارت وایي، د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز قاري محمد فصیحالدین فطرت د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعه عمومي قوماندانۍ له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعې عمومي قوماندان ملا عبدالغفار محمدي چې د لوی درستیز ملتیا یې کوله، د یادې قوماندانۍ د دوو باله Mi-17 چورلکو د جوړولو بهیر یې له نږدې وڅاره.
همداراز قاري محمد فصیحالدین فطرت د هېواد د هوايي ځواکونو د منسوبینو او تخنیکي پرسونل هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او تقدیر یې کړې، چې د بېلابېلو الوتکو په ترمیم او بیا ځلې پرواز ته په چمتو کولو کې یې هڅې کړې دي.