ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

طارق علي بخیت: امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د اسلامي ټولنې اساسي اړتیا ده

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شيخ محمد خالد الحنفي په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د یاد سازمان له سفیر محمدسعید عبدالله آل عیاش او مل پلاوي سره د همغږۍ او د همکاریو پیاوړتیا په موخه پخپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په پيل کې شیخ محمد خالد الحنفي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د کړنلارو او لاسته راوړنو په تړاو معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړ شوی او د ټولنې معنوي اړخونو د پیاوړتیا لپاره یې پلي کول اړين دي.

ښاغلي الحنفي همداراز د اسلامي همکاریو سازمان او امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې یاد سازمان د اسلامي نړۍ او افغانستان تر منځ د ښو اړیکو په برخه کې مثبت رول لوبولای شي.

په افغانستان کې د یاد سازمان ځانګړي استازي د ځینې نړیوالو رسنیو او ادرسونو له لوري د دې وزارت پر وړاندې نیوکې له حقیقت څخه لرې بللې او ویلي یې دي، چې امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د اسلامي ټولنې اساسي اړتیا ده.

ښاغلي بخیت د یاد وزارت کړنې او لاس ته راوړنې ستايلې او ډاډ یې ورکړی، چې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت سره بشپړه همکاري کوي.