ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته د رسېدونې په موخه د کډوالو وزارت او CCCM تخنیکي ټیم ترمنځ ګډه ناسته شوې

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ د تېرو ناستو په تعقیب خپلو سیمو ته د داخلې بې ځایه شویو د لېږد په اړه د دې وزارت د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسیدنې رییس مولوي سردار شېرزاد او د CCCM استازي ونست ترمنځ ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د مولوي شېرزاد او ونست سربېره د یاد وزارت د راستنېدنې رییس مولوي شکرالله شاکر، د دې وزارت یو شمېر ریاستونو کارکوونکو، NRC او IOM استازو هم ګډون کړی وو، چې کندوز ته د ۱۱۱ لېږل شویو کورنیو ستونزو هواري او د هغوی لپاره د دایمي اسانتیاوو پر برابرولو خبرې وشوې.

په دغه ناسته کې ونست وویل؛ چې دوی کندوز ته د لېږدول شویو کورنیو سروې بشپړه کړې او د دې لپاره یې یو سیستم هم جوړ کړی، چې په نږدې راتلونکې کې هغوی سره ژمنیو، د کور اړتیا وړ توکو او نغدي مرسته وکړي.

د ونست په خبره؛ غواړي چې خپلو سیمو ته د لېږل شویو لپاره پر داسې لارو چارو کار وکړي، څو هغوی بیا ځلې بې ځایه کېدو ته اړ نه شي او د ژوند اسانتیاوې په خپلو سیمو کې ورته برابرې شي.

نوموړي له ټولو مرستندویه هېوادونو وغوښتل، چې افغانانو سره خپلې مرستې ونه سپموي.

بل لورته مولوي سردار شېرزاد په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او پر کندوز سربېره یې په نورو ولایتونو کې د دغې پروسې د ژر پیل غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې مولوي شکرالله شاکر ډاډ ورکړ، چې دوی به د راستنو شویو سربېره د هغو داخلي بې ځایه شویو لپاره ځمکې هم ورکړي، چې سرپنا نه لري.

په اخیر کې پرېکړه وشوه، چې له کندوز وروسته به په لغمان کې خپلو اصلي سیمو ته د ۴۱۹ داخلي بې ځایه شویو کورنیو د لېږد پروسه پیل کړي، چې دا لړۍ به ټول هېواد ته وغځوي.