د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي؛ د دې وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرتالله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ او د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور د رییس مولوي فیروزالدین منیب په ملتیا د خلم ولسوالۍ له تاریخي ابدې جهان نما باغ څخه لیدنه وکړه.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي فیروزالدین منیب د دې تاریخي ابدې په اړه ویلي؛ جهان نما باغ په ۱۲۳۶ لمریز کال کې د امیر عبدالرحمان خان له لوري جوړ شوی دی، دغه باغ چې ۷۰ جریبه ځمکه لري، چې په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل شو.
نوموړي زیاته کړې؛ په دې ځای کې د یوناني، باختري، کوشاني او اسلامي دورو ۷۰ تاریخي اثار، د معاصرو پاچاهانو سکې او نور لرغوني توکي ساتل کېږي.
مولوي قدرتالله جمال د تاریخي ابدو د ساتنې پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ تاریخي ابدات زموږ د هېواد ارزښتناک تمدني میراث دی، چې د هېواد د تاریخ، کلتور او تمدني ارزښتونو انعکاس کوي.
نوموړي د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د ټولو خلکو پر ګډ مسولیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ ټول مکلف یو چې د هېواد د تاریخي ابدو په ساتنه کې فعال ګډون وکړو، تر څو دا ارزښتناک اثار راتلونکو نسلونو ته په سمه توګه انتقال شي.