ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له شېرخان بندر څخه تر کندوز ښار پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کندوز کې د افغانستان برېښنا شرکت له بودجې څخه د شېرخان سوداګريز بندر څخه تر کندوز ښار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد بیارغول شوي مزي پروژه د ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې چارې پیل شوې وې، نن د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس په شتون کې پرانيستل شوه.‌

په همدې موخه د کندوز ولايت برېښنا رياست په عسقلان سب سټېشن کې پرتمینه غونډه جوړه شوې وه، چې په‌کې د برېښنا اجراییوي رییس عبدالباري عمر، د کندوز مرستیال والي مولوي حبیب‌الرحمن صهیب، د امارتي ادارو مسولینو، قومي مخورو، سپین‌ږیرو، علمای کرامو، ځوانانو او خبریالانو ګډون کړی و.

ډاکټر عبدالباري عمر ویلي؛ ډېر د خوښۍ ځای دی چې نن په هېواد کې د پرلپسې پروژو په دوام دا ځل په کندوز کې د شمال ختیځ زون په کچه د یوې داسې پروژې د پرانیستې شاهدان یو، چې ولسونو ورته شېبې شمېرلې.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې کومې سترې او بنسټيزې پروژې چې ترسره کېږي، ټولې له داخلي منابعو څخه تمويلېږي، چې دا د هېوادوالو لپاره د خوښۍ ځای دی.

د ښاغلي عمر په وینا؛ د دغه لین په نښلېدو سره به له‌دې وروسته ۹۵ میګا واټه برېښنا او په کلني ډول ۱۴۷ میلیونه افغانۍ عوايد ترلاسه کېږي.