د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې شخړه، د یاد ولایت د والي محمد یوسف وفا په لارښوونه د محلي مسولینو او علماوو په منځګریتوب او هلو ځلو د یوې ناستې په ترڅ کې په دوستي بدله شوه.
د دغې شخړې د روغې جوړې په مراسمو کې د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس مولوي سردار محمد محمدي د غوڼدې ګډون والو ته ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د دې زمینه برابره شوې، چې هېواد ځورول شوي او کړیدلي خلګ د ارام ساه واخلي او ستونزو ته یې رسېدنه وشي.
نوموړي زیاته کړې، اختلافات او ناخوالي په یوه ټولنه کې د بې اتفاقۍ او بدبختۍ لامل ګرځي او که چیرته پر وخت رسېدنه ورته ونه شي د لویو ناخوالو سبب ګرځي.
د پخلا شويو کورنیو استازو ناستې ته په خبرو کې د بدۍ او دښمنۍ ژوند تريخ او له کړاونو ډک ژوند یاد کړ او د شخړو پر ځاني زیانونو سربېره یې د هغوی په بدو روانې پایلو هم خبرې وکړې.
دوی له قومي مخورو او مسولینو د مننې په کولو سره خوښي څرګنده کړه چې له بدي څخه وژغورل شول او د دوستي په ټغر کېناستل.