د افغانستان بانک وايي، چې په پولي مارکېټونو کې د افغانۍ ثبات ساتلو لپاره له خپلو ټولو پولي سیاستونو کار اخلي، تر څو د افغانیو بیې باثباته او نرخونه کنټرول شي.
یاد بانک د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره پرلهپسې هڅې کړې او هره اونۍ یې میلیونونه ډالر لیلام کړي دي. د افغانستان بانک پرون (سېشنبه، د سلواغې ۳۰مه) هم ۲۰ میلیونه ډالر د لیلامۍ له لارې پلورلي دي.
د اقتصادي چارو شنونکي بیا په دې باور دي، چې په بازارونو کې د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره د لیلامۍ له لارې د ډالرو پلورل یوه اغېزمنه لاره ده. له دې لارې هم د افغانۍ ثبات ساتل کېدای شي او هم نرخونه کنټرولېږي.
په وروستیو څو اونیو کې د هېواد په پولي مارکیټونو کې د افغانیو پر وړاندې د امریکايي ډالرو له بیو لوړېدو سره سم په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي او سون توکو نرخونه پورته شوي.
د افغانستان بانک په هڅو افغانۍ بېرته خپل ثبات ترلاسه کړی او د ډالرو پر وړاندې یې ارزښت زیات شوی. په همدې اساس هېوادوال له حکومت غواړي، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیو په راټېټډو سره دې په بازارونو کې د خوراکي او سون توکو په بیو پوره څار وکړي، تر څو هټیوال له احتکار څخه کار وانخلي او نرخونه ر اټیټ کړي.