ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع الحق خالص: د چاپیریال ساتنې ملي اداره د ښار پاکوالي او د خلکو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه لري

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او مل پلاوي هرات ته د سفر په ترڅ کې د ښاري زبالو د تفکیک او راټولولو له ځای څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې نوموړي د زبالو د مدیریت پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره هڅه کوي، د زبالو د تفکیک، بیاکارونې او منظم مدیریت له لارې، د ښار پاکوالي او د خلکو روغتیا ته پاملرنه وکړي.

همدارنګه د ښاري زبالو قراردادي شرکت مسولینو د زبالو د ترتیب، تفکیک، او بیاکارونې په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې د دې بهیر د لا پرمختګ لپاره د عامه پوهاوي او د ښاریانو همکارۍ ته اړتیا ده.

د سفر په جریان کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس له اړوند شرکت څخه غوښتي، چې د زبالو د مدیریت په برخه کې ټاکل شوي اصول په سم ډول پلي کړي.

په ورته مهال د یاد شرکت مسول ژمنه ګړې، چې د اصولو تطبیق ته ژمن دي او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لار ښوونې سره سم به فعالیت ته دوام ورکړي.

همداراز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او مل پلاوي د هرات ولایت له صنعتکارانو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنه موخه یې د چاپېریالي ستونزو حل، د کارخونو له لوري د هوا او اوبو د ککړتیا مخنیوی او د چاپیریالي اصولو تطبیق وو.

د ناستي په پیل کې د هرات د کانونو او صنایع خونې رییس حمیدالله خادم د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي؛ دا مهال په هرات صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا یو زر او ۵۰۰ تولیدي او صنعتي کارخونې فعالیت کوي، چې په زرګونو هېوادوالو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د خپلو څرګندونو پر مهال ویلي؛ د کارخونو مالکین د چاپېریالي ستونزو د مخنیوي په منظور باید اصول مرعات کړي او داسي فعالیت وکړي، چي چاپېریال ته زیان و نه رسوي.

نوموړي زياته کړې، حکومت په بشپړه توګه په هېواد کې د خصوصي سکتور ملاتړ ته ژمن دی خو صنعتکاران دي له چاپېریال ستاتنې ملي ادارې سره په همغږۍ کار کولو ته دوام ورکړي.

د صنعتکارانو استازو هم په خپلو خبرو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له همکاریو مننه کړې او او ژمنه یې کړې ده، چې د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره به اړین ګامونه پورته کوي.

دغه‌راز یاده غونډه د متقابل تفاهم او ګډ کار د پیاوړتیا لپاره ګټوره بلل شوې او دواړو لوریو ژمنه کړې ده، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.