د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان د قوریهدارانو ملي موسسې (ممقا) له مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د مثمر او غیر مثمر نیالګیو د تولید ظرفیت، ډولونو او کیفیت په اړه خبرې شوي.
مولوي صدراعظم عثماني ټینګار کړی، چې قوریهداران باید تصدیقشوي او حاصل ورکوونکي نیالګي تولید او ترویج کړي.
نوموړي ویلي؛ بڼوال او موسسات باید د هېواد له داخلي تولیداتو ګټه واخلي او یوازې د اړتیا په صورت کې دې د نیالګيو نور ډولونه له بهره وارد شي.
د قوریهدارانو ملي موسسې مسولینو ویلي، دوی د حاصل ورکوونکو نیالګیو د بېلابېلو ډولونو د تولید ظرفیت لري او په مرکز او ولایتونو کې د نیالګیو د تولید امکانات برابر دي.
د پسرلي د رانږدې کېدو په درشل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلان لري، چې د خلکو او بڼوالو د تشویق لپاره د نیالګیو اېښودو ملي کمپاین پیل کړي.
هېره دې نه وي، د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د مثمرو او غیرمثمرو نیالګیو د نویو ډولونو ترویج، د دې وزارت له اساسي موخو څخه دی.

همداراز مولوي صدراعظم عثماني د ډاکار موسسې له مشرتابه پلاوي سره هم لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، دواړو خواوو د فعالیتونو د همغږۍ، د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو او سرچینو د غوره استفادې او پر بزګرانو او مالدارانو د کیمیاوي سرو او مثمرو نیالګیو د وېش په اړه خبرې اترې شوې دي.
مولوي صدراعظم عثماني د موسسو په فعالیتونو کې د موثریت، روڼتیا، د کورنیو سرچینو د کارونې، او د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ پر ارزښت ټینګار کړی او له ډاکار موسسې یې غوښتي، چې دا اصول په خپلو فعالیتونو کې په پام کې ونیسي.
د ډاکار موسسې مسولینو هم د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په برخه کې د خپلې ژمنې یادونه کړې او د خپلو فعالیتونو یوه برخه یې د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره شریکه کړې.